په کابل ښار کې د استقلال استوګنیز ښار ګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو په ټپه ولاړې چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۹:۳۵
استقلال ښارګوټی

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کابل ښار اتمه ناحیه کې د استقلال استوګنیز ښارګوټي د په ټپه ولاړو ۱۳ بلاکونو ۱۴۶ اپارتمانونو رغنیزې چارې پیل شوې.

په دغو مراسمو کې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست محترم رئیس الحاج شیخ الحدیث نورالحق انور، د مالیې محترم وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند،  د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، د دغه وزارت مالي او اداري محترم معین الحاج مولوي محمد رباني ناصح او د وزارت ګڼ شمېر رئیسانو ګډون کړی وو.

غونډې ته د وینا پر مهال د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۳ بلاکونو رغنیزې چارې چې ۱۴۶ اپارتمانونه پکې شامل دي، د یو شمېر ستونزو له امله له اوږدې مودې راهیسې درېدلې وې او د بیت المال دغه مهمه پانګه د تخریب له ګواښ سره مخ وه، خو د اسلامي امارت د رهبرۍ او د وزارت د دوامدارو هڅو په پایله کې یې نن بیا عملي چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ملت د شتمنیو ساتنې او د نیمګړو پروژو بشپړولو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي هغه پروژې چې له کلونو راهیسې ځنډېدلې وې، بېرته پیل او بشپړې کړي.

هغه د پنځم مکرویانو پروژې ته په اشارې وویل، یاده پروژه چې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې ځنډیدلې وه، اوس یې چارې بیا پيل شوې او نږدې ۹۵ سلنه ستونزې یې حل شوې دي.

ورپسې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس الحاج شیخ الحدیث نورالحق انور خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو او ملاتړ له امله په هېواد کې د آبادۍ او رغونې بهیر چټک شوی او د پانګونې او ودانیزو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د ودانیزو جوازونو او اداري پروسو د اسانتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل، هڅه کوي اداري چارې لا ساده او چټکې شي، ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

همدغه راز، ښاغلي شیخ نور الحق انور د کور او ښار جوړولو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او دغه راز مهاجرینو ته د ځمکو د ویش په برخه کې یې اغیزمن اقدامات کړي دي او دوام لري.

په دغه مراسمو کې، د حریف ساختماني قراردادي شرکت رئیس محترم انجنیر عبدالجلیل حریف خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د یادو بلاکونو ټولې پاتې رغنیزې چارې به د ټاکل شوې لس میاشتنۍ مودې په ترڅ کې د شرطپاڼې او انجنیري معیارونو مطابق بشپړې کړي.

استقلال استوګنیز ښارګوټی د کابل ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري چې ټول ۴۰ بلاکونه لري. له دې ډلې د ډېری بلاکونو چارې مخکې بشپړې شوې وې او د پاتې ۱۳ بلاکونو نیمګړې چارې اوس د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ په هڅو بېرته پيل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۹:۳۵
Background image

په کابل ښار کې د استقلال استوګنیز ښار ګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو په ټپه ولاړې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کابل ښار اتمه ناحیه کې د استقلال استوګنیز ښارګوټي د په ټپه ولاړو ۱۳ بلاکونو ۱۴۶ اپارتمانونو رغنیزې چارې پیل شوې.

په دغو مراسمو کې د ا.ا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

په ارزګان کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اداري تعمیر له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د ارزګان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د پیښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست د اداري تعمیر د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په غزني ښار کې د نوو ودانیزو پروژو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونود مخنیوي تخنیکي ټیم د غزني ښار اړوند د لومړي او دوهم پلان په ساحو کې د تازه پیل شوو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت