په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د جامع مسجد شریف د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۴
د فراه ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د یو باب جامع مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پروژې فزیکي پرمختګ ارزول شوی چې تر دې مهاله شاوخوا ۵۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
همداراز د پروژې په بېلابېلو برخو کې ځینې تخنیکي ستونزې په عمومي ډول مشاهده شوې، چې اړوندو مسوولینو ته یې د اصلاح سپارښتنې وشوې.
قرارادي شرکت ته هدایت ورکړل شو چې ټولې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، انجینري معیارونو او نافذه ساختماني نورمونو سره سم پر مخ یوسي او د موجودو ستونزو د حل لپاره عاجل اقدامات ترسره کړي.
