په یوه ورځ کې نږدې دولس سوه نمرې پر راستنو شویو مهاجرینو ووېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۹
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د راستنو شویو مهاجرینو د ملاتړ او د هغوی د دایمي مېشتېدو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ځمکو د وېش بهیر پراخ او چټک کړ.

همدا لامل دی، چې تر دې دمه په زرګونو کورنیو ته یوه یوه پنځه بسوه یي نمره ځمکه ورکړل شوه، ترڅو په کې خوندي ژوند کولو ته دوام ورکړي.

تازه په تېره یوه ورځ کې (۱۱۸۵) یو زر، یو سل او پنځه اتیا راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې دغه نمرې په شپږو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته وسپارلې.

په ننګرهار ولایت کې ۲۹۰، لغمان ولایت کې ۲۸۵، زابل ولایت کې ۱۶۰، فراه ولایت کې ۱۰۲، سرپل ولایت کې ۸۳ او کندز ولایت کې ۱۶۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د ځمکو د وېش دغه بهیر د شفافو اصولو له مخې ترسره کېږي او هڅه کېږي چې راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو مناسب فرصتونه برابر شي، څو هغوی وکولای شي په امن او ارامه فضا کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

یوازې په تېره یوه ورځ کې ۱۱۸۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل؛ د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د امارت د جدي پاملرنې څرګندونه کوي. همداراز، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو شمېر ۲۰۰۹۷ نومرو ته ورسېد او دغه لړۍ به لا پراخه او چټکه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت