په فراه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۷
فراه

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې د ښار په دوهمه ناحیه کې موقعیت لري، چې چارې یې د خصوصي شرکت له لوري په ممخ وړل کیږي، د څارنې پر مهال د سنګ‌ کارۍ د برخې د حلقوي بند (رینګ) لپاره د کانکریټ اچولو چارې روانې وې.

د څارنې په ترڅ کې د کار د کیفیت د ښه والي لپاره د پروژې مسوول انجنیر ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي اصولو سره سم ترسره شي.

د تخنیکي ارزونې له مخې، د پروژې عمومي پرمختګ تر دې مهاله شاوخوا ۲۱ سلنه ته رسېدلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت