په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده
۱۴۴۷/۱۱/۲۰
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.
تر دې مهاله ګڼ شمېر راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي او دا لړۍ به دوام ولري، څو ټول مستحق کډوال له دې پروسې برخمن شي.
په ورته مهال، یو شمېر راستنېدونکو کورنیو او د سیمې اوسېدونکو د دې بهیر هرکلی کړی او دا یې د دایمي مېشتېدو او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام بللی دی.
د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنیزو ځمکو وېش د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دی، چې موخه یې د سرپناه برابرول، د منظمې استوګنې رامنځته کول او د کډوالو د ژوند شرایطو ښه کول دي.
