د ننګرهار ولایت، په رودات ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پرانیسته او د نمرو وېش پیل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۵۵
رودات

۱۴۴۷/۱۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري له لوري د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د امير المٶمنين په نوم د مهاجرینو لپاره په شاوخوا (۱۸۰۰۰) اتلس زره جریبه ځمکه کې د استوګنیز ښارګوټي د پرانیستې او د استوګنې نمرو د وېش مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخوند،  د دایمي مشتیدنې او د ځمکو د ویش کمیټې محترمو غړو د او ګڼ شمېر راستنېدونکو کورنیو ګډون کړی وو.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حفاني په خپلو خبرو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ژمن دی څو هرې راستنېدونکې کورنۍ ته د استوګنې لپاره ځمکه په عادلانه او منظم ډول ووېشي.

نوموړي زیاته کړه چې د مهاجرینو د ستونزو حل او د باعزته ژوند زمینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان مهاجرو سره د انساني او اسلامي اصولو پر بنسټ چلند وکړي، او په هېواد دننه یې له شتمنو او خیرخوا هېوادوالو وغوښتل چې د راستنېدونکو کورنیو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

همداراز، د ننګرهار محترم والي حاجي ملا محمد نعیم اخوند په خپلو خبرو کې وویل چې د مهاجرینو لپاره د استوګنې دایمي حل د وخت اړتیا ده او هڅې روانې دي څو راستنېدونکو ته د منظم ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړوندې ادارې باید د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لا زیات همغږي او چټکتیا رامنځته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر خپلو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د چارو په چټکتیا کې جدي پاملرنه وکړي او د مؤثر مدیریت له لارې د پروژو عملي بهیر ګړندی کړي، تر څو د ښارګوټو د ابادۍ چارې په ټاکلي وخت بشپړې شي.

د یادولو وړ ده چې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر له تېرو لسو ورځو راهیسې ختیځ زون کې په کاري سفر بوخت دی، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زرګونو جریبه ځمکې د استوګنیزو ښارګوټو لپاره ځانګړې شوې او د ځینو نورو ښارګوټو د جوړېدو لپاره د تخنیکي سروې او خط‌اچونې چارې روانې دي.

په دغه لړ کې، د ښارګوټو پرانیستې او د نمرو وېش بهیر په دوامداره توګه روان دی، تر څو راستنېدونکو هېوادوالو ته دایمي سرپناه او د ژوند مناسب شرایط برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په لوګر کې د څرخ ولسوالۍ د اداري تعمیر چارې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د لوګر ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د څرخ ولسوالۍ د اداري تعمیر د جوړولو له پروژه څخه څارنه تر سره شوه، چې په دوو پوړونو کې د اداري دفترونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت، په رودات ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پرانیسته او د نمرو وېش پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري له لوري د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د امير المٶمنين په نوم د مهاجرینو لپاره په شاوخوا. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت