فراه ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳۰
فراه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شو.

د دایمي مېشتېدنې کمېټې منشي، محترم انجنیر فهیم زکریا وایي، فراه ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، څو دایمي مېشتېدنه پیل کړي او خوندي چاپېریال ولري.

فراه ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو تر دې دمه (۳۸) اته دېرش استوګنیزې پنځه بسوه یي نمرې وېشل شوي دي.

دغه لړۍ دوام لري او پر ټولو راستنو شوو او راستنېدونکو مهاجرو کورنیو به یوه یوه پنځه بسوه یي نمره ځمکه ووېشل شي.

دغه نمرې په یو منظم ډیزاین شوي ښارګوټي کې شامل دي، چې د یاد ښارګوټي په ډیزاین او طرحه کې د ژوند ټولو برخو ته بشپړه پاملرنه شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کوي، چې پر راستنېدونکو مهاجرو دې د لیست له مخې په خپلو ولایتونو کې استوګنیزې نمرې ووېشل شي، ترڅو د مناسبې سرپناه مالکان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت