د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
الشیخ

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې اساسي موخه دا وه، څو طرحه له عملي ساحې سره تطبیق او د سیمې تخنیکي وضعیت په دقیق ډول و ارزول شي.

په همدې موخه، محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني له ټاکلې کمېټې سره یو ځای د ساحې بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د طرحې د عملي کېدو پر مهمو اړخونو یې خبرې وکړې.

همداراز، د بېلابېلو اړوندو ریاستونو انجنیرانو ته دنده وسپارل شوه، تر څو سیمه په هر اړخیز او دقیق ډول وڅېړي، د طرحې سره یې د مطابقت کچه وارزوي او خپلې تخنیکي موندنې ترتیب او له کمېټې سره یې شریکې کړي.

ټاکل شوې ده، چې د یادو موندنو پر بنسټ به لازم تصمیمونه ونیول شي، څو طرحه په معیاري او عملي ډول تطبیق او د ښارګوټي د منظمې پراختیا لپاره لازم ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅې کوي چې هېوادوالو ته د معیاري ښارګوټو په اډانه کې د مسکن او مناسبې سرپناه زمینه برابره کړي او هوسا ژوند ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت