د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۳
درېیمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په مهال له پل سرخ څلور لارې تر دارالامان عمومي سړک پورې بېلابېلې ساحې تر پوښښ لاندې ونیول شوې.

د څارنې پر مهال د ودانیزو پروژو منظور شوې نقشې د ساحې له موجود وضعیت او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو د قانوني او تخنیکي معیارونو د رعایت کچه وارزول شي.

د ارزونې په ترڅ کې هغه پروژې چې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونې نښې پکې لیدل کېدې، د لا زیاتې تخنیکي څېړنې لپاره تثبیت شوې. په همدې تړاو د پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، ترڅو له دقیقې ارزونې وروسته د تثبیت شویو سرغړونو پر وړاندې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي، چې د څارنو دا لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او د ښار نورې ساحې به هم په نږدې راتلونکې کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د دې څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د بهیر پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت