د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
غصب کمېټه

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي کابل ښار په محدوده کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي په اړه یې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې، د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې څخه هر یو د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم رئیس مولوي محراب الدین بلال، د ارشاد، حج او اوقافو محترم رئیس مولوي شریف الله خادم، د کابل امنیه قوماندانۍ محترم استازي مولوي محمد رسول سیرت، د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې محترم منشي مولوي عبدالله عاکف، د کابل ولایت د مستوفیت محترم رئیس مولوي عبدالوهاب عمري، د کابل ولایت د استخباراتو ریاست محترم استازي مولوي عبدالواجد حقاني او د کور او ښار جوړولو وزارت یو شمېر رئیسانو ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې، د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د حقوقي موضوع په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون او تخنیکي کمېتې ملاتړ کوي، او د بیت المال د ساتنې او خوندیتوب برخه کې یې هر اړخیزه همکاري او همغږي کوي.

ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د صنایع سبز ښارګوټي کې له پلان څخه سرغړونه شوې او دوی یې په تړاو اړوندې کمېټې او ریاست ته دنده سپارلې، تر څو یې اصلاحي پلان چمتو کړي، چې تر تائیدۍ وروسته به په ساحه کې پلي شي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې په لنډ وخت کې به د اصلاحاتو تر راوستلو وروسته بشپړ جزیات له دوی سره شریک کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د الله پر وړاندې د مسؤلیت په درک کولو سره هڅه کوي چې خلکو، پانګوالو او امارت ته دنیوي او اخروي ګټه ورسوي، د اقتصاد محوره افغانستان لپاره رغنده ګامونه پورته کړي او خلکو سره سهولت وشي.

د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې، د محترم وزیر له اقداماتو او راتلونکو پلانونو څخه خوښي څرګنده کړه او د بشپړې همکارۍ لپاره یې ټټر وډباوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت