د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
دهمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو او د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پروژې روانې ساختماني چارې له نږدې وکتل شوې.

 د څارنې پر مهال د ودانیزو چارو په بېلابېلو برخو کې د دوهم پوړ د سلب سیخ‌ تړل، د سلب قالب‌ تړل همدارنګه د پایو او شیروال اړوند کارونه روان وو، چې ټول یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري په هر اړخیزه توګه وڅارل شول.

یاده پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۱۴ پوړونو او درېیو برخو کې پلي کېږي، چې استوګنیزه برخه یې ۱۳۰ د استوګنې واحدونه او سوداګریزه برخه یې ۸۰ واحدونه لري.

 دغه کمپلکس د عصري اسانتیاوو او معیاري اصولو په رعایت سره د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې په ستراتیژیک موقعیت کې تر جوړېدو لاندې دی.

د څارنې په ترڅ کې د ساحوي انجنیرانو او د پروژې مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوړل شي.

د ساختماني او زیربنایي پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د ښاري پراختیا د منظم بهیر د تضمین لپاره اړینه بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت