د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
سرپل

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې له روان بهیر څخه له نږدې ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې د پروژې بېلابېلې برخې وکتل شوې او تخنیکي ټیم د کارونو هر اړخیزه ارزونه وکړه. څرګنده شوه، چې د لومړي پوړ د ستنو کانکریټ اچونه بشپړه شوې او د خښتو کار روان دی.

 همدارنګه د اطاقونو په تل کې کانکریټ اچونه پرته له سیخ څخه بشپړه شوې او کارونه د منظور شوې نقشې مطابق پر مخ روان وو، چې په دې برخه کې د قراردادي شرکت ته د اوبو ورکولو اړوند لازمې لارښوونې وشوې.

سربېره پر دې، د لومړي منزل د ګادرونو د قالب‌ تړلو او د سلب اړوند کارونه هم جریان درلود، چې تخنیکي ټیم د قالب تړلو په برخه کې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.

د نظارت پر مهال د قراردادي شرکت مسؤلینو ته ټینګار وشو، چې د پروژې ټولې چارې دې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پر مخ یوسي او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو پروژه په معیاري او منظم ډول بشپړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت