د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
ننګرهار

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار د محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په چوکاټ کې دا مهال د سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې چارې روانې دي، چې د کار په جریان کې د کارول کېدونکي کانکریټ د کیفیت د ارزونې په موخه لازم تخنیکي ټسټونه هم ترسره شول.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ روانې دي، خو د کیفیت د لا تضمین په موخه قراردادي شرکت ته لازم هدایتونه ورکړل شول، څو ټولې چارې د منظور شوو مشخصاتو او معیاري اصولو په رڼا کې تطبیق کړي.

د ارزونې پر بنسټ، ټینګار وشو چې د ساختماني موادو کیفیت، د کار د تطبیق طریقه او تخنیکي معیارونه باید په جدي ډول مراعات شي، څو د پروژې پایښت او اغېزمنتیا تضمین شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د ټولو پروژو تطبیق باید د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او منظور شوو نقشو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت