په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
شینډنډ

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له مخې، دغه څارنه د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ د مکتوب پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د یاد کانال د جوړولو چارې له نږدې وارزول شوې.

د ارزونې پر بنسټ، د کانال کارونه د پروژې له تخنیکي نقشو او ټاکل شوو مشخصاتو سره سم، په ساحه کې په معیاري او باکیفیته ډول تطبیق شوي دي.

د څارنې پر مهال ټینګار وشو چې د ترسره شوې پروژې ساتنه او مراقبت باید په جدي او دوامدار ډول ترسره شي، څو د هغې دوام او اغېزمنتیا تضمین شي.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوه.

ټاکل شوي تخنیکي پلاوي څرګنده کړه چې د ورته بنسټیزو پروژو معیاري تطبیق د ښاري خدمتونو د ښه والي او د عامه تاسیساتو د دوام لپاره مهم ارزښت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت