میدان وردګ ولایت کې د کډوالو بلاکونو د پروژې له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۲۱
وردګ

۱۴۴۷/۹/۲۸

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د کډوالو بلاکونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

موخه دا وه، څو د کارونو د کیفیت، د ودانیزو معیارونو رعایت او د پروژې د پرمختګ وضعیت و ارزول شي.

د څارنې په مهال څرګنده شوه چې د یادو بلاکونو روانې چارې په منظم ډول دوام لري او اړوند تخنیکي ټیم د پایپونو د مناسب نصب، د نښلونکو نقطو د سم تنظیم او د اوبو د لېږد د سیستم د معیاري تطبیق په اړه کار کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د پروژې په چوکاټ کې د سپټیک څاه د دېوالونو د پاتې برخې قالب تدل هم روان دي، چې د څارنې ټیم، د اندازو د دقیق رعایت او د راتلونکو کانکرېټي کارونو لپاره د مناسب چمتووالي په اړه قراردادي شرکت ته تخنیکي سپارښتنې وکړې.

د څارنې په ترڅ کې د پروژې عمومي پرمختګ هم و ارزول شو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې ټولې چارې د تخنیکي مشخصاتو، د پروژې د نقشو او ټاکلي مهالوېش مطابق ترسره کړي.

میدان وردګ ولایت کې، د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم به په دوامداره توګه د پروژې له پرمختګ څخه څارنه کوي، تر څو ټولې چارې په معیاري ډول بشپړې او د کډوالو لپاره مناسب او خوندي استوګنیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت