د کاپیسا ولایت په محمود راقي ښارګوټي کې د سنګفرش پروژې چارې بېرته پیل شوې
۱۴۴۷/۰۹/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د محمود راقي ښارګوټي د سنګفرش پروژې له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د ځینو تخنیکي ستونزو له حل کېدو وروسته د یادې پروژې عملي چارې بېرته پیل شوې دي، دا مهال په لومړي سړک کې د سنګفرش کارونه روان دي او همدارنګه د پاتې ویالو د قالب بندۍ او کانکریټ اچونې چارې دوام لري.
ورته مهال په دویم سړک کې د ویالو د کیندنې چارې هم روانې دي او د پروژې فعالیتونه په منظم ډول پر مخ ځي.
د څارنې په ترڅ کې د تخنیکي ټیم له لوري د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لارښوونه وشوه چې ټولې چارې د تخنیکي نقشو او ټاکل شوو مشخصاتو له مخې ترسره کړي، د کارونو د چټکتیا لپاره لازم تدابیر ونیسي او د کانکریټو د معیاري ساتنې په موخه د اوبو منظم او دوامدار ورکول یقیني کړي.
د محمود راقي ښارګوټي د سنګفرش پروژه د ښاري زېربناوو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي چې په بشپړېدو سره به د سیمې د سړکونو وضعیت ښه کړي او د اوسېدونکو لپاره به د تګ راتګ اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
