په کابل کې د پلچرخي صنعتي پارک د درېیمې برخې د جوړولو په موخه د پلان د څرنګوالي په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۴۶
معین مالی

۱۴۴۷/۰۹/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د پلچرخي صنعتي پارک د درېیمې برخې د جوړولو په موخه د پلان د څرنګوالي په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت سربېره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، او صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو ګډون کړی وو.

یاده ناسته کې، د پلچرخي صنعتي پارک د درېیمې برخې د جوړولو په اړه د پلان اړوند موضوعات وڅېړل شول.

د غونډې په مهال د ګډون کوونکو ادارو استازو خپل معلومات او نظرونه شریک کړل او د یادې پروژې پر بېلا بېلو اړخونو یې بشپړ بحث وکړ.

د غونډې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح، اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د یادې موضوع اړوند ټول تخنیکي اسناد په دقیق ډول وڅېړي، څو په راتلونکې نږدې غونډه کې د دغې پروژې په تړاو لازم تصمیم ونیول شي.

د پلچرخي صنعتي پارک د کابل ښار ارګ ماڼۍ ته په شاوخوا ۷ کیلو مترۍ او د ښار په زړه نهمه ناحیه کې موقعیت لري، چې شاوخوا یې سلګونه استوګنیز کورونه له پیړیو راهیسې ژوند کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت