د سرپل پوهنتون د سیلبر کانال د رغنیزې پروژې د کار بهیر څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۸
سرپل

۱۴۴۷/۹/۱۱

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او فني ټیم له لوري، د سرپُل پوهنتون د کانال پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه وکړه.

د یادې لیدنې موخه د پروژې د روانو چارو څارنه او د کار د کیفیت ارزونه وه، چې اوسمهال د کانال په پنځو بېلابېلو نقطو کې د ډبرو لګولو چارې روانې دي.

دغه راز، د کانال د ختیځ لوري د پاتې برخې د تل (کف) د چمتو کولو کار هم جریان لري.

د لیدنې پر مهال تخنیکي ټیم ته د پروژې د نقشې او منظور شوي براورد مطابق د کار د چټکتیا او معیاري تطبیق په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

موخه دا ده، چې چارې په ټاکلي وخت او د کیفیت له معیارونو سره سمې بشپړې شي.

تمه ده چې د سیلبر کانال پروژه به د پلان له مخې پر مخ ولاړه شي او د بشپړېدو وروسته به د پوهنتون د زیربنایي اسانتیاوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت