په کونړ کې د دمکلي او چنار ډبي سیمو د ښاري پلان جوړونې لپاره تخنیکي سروې ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۱۵
کونړ

۱۴۴۷/۰۹/۰۹

د غیر پلاني ساحو د رغونې ریاست یو تخنیکي پلاوی د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار ته سفر وکړ او د ښار په لومړۍ او درېیمې ناحیې کې یې د دمکلي او چنار ډبي سیمو لپاره د ښاري بهسازي پلان د جوړولو په موخه تخنیکي سروې ترسره کړه.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یادې سیمې د ستراتیژیک پلان له مخې غیر پلاني ښودل شوې دي، چې له همدې امله به په کې توپوګرافي، اقتصادي او ټولنیزې سروې په منظم ډول ترسره شي. د دغو سروې ګانو له لارې به د سیمو واقعي وضعیت، د نفوس اړتیاوې او د پراختیا امکانات تثبیت شي.

ټاکل شوې ده چې د سروې له بشپړېدو وروسته، ټول تخنیکي معلومات او راټوله شوې ډیټا مرکز کابل ته ولېږدول شي، تر څو پر بنسټ یې د یادو سیمو لپاره معیاري او منظم ښاري پلان ډیزاین شي. دغه پلان به وروسته د تطبیق په موخه د کونړ ولایت اړوند ښاروالۍ ته وسپارل شي.

مسؤولینو ویلي، د دې اقدام موخه د غیر پلاني ساحو تدریجي منظمول، د ښاري ستونزو کمول او د سیمې اوسېدونکو ته د بنسټیزو ښاري اسانتیاوو برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت