د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره تخنیکي ټیمونه ارزونه پیل کړه
۱۴۴۷/۹/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ارزونه پیل کړه.
دې سیمو ته سفر د ښاري سرغړونو څارنه، ارزونه او پېژندنه وه؛ چې په کې هټۍ، د تېلو پمپونه، غرفې، سرایونه، نورې سوداګریزې چارې او هغه ودانیز فعالیتونه شامل وو، چې په خپل سري ډول په عامه المنفعه ساحو کې جوړ شوي او فعالیت کوي.
د سرغړونو له تثبیت وروسته به د نافذه اصولو او طرزالعملونو له مخې د عامه پوهاوي او قانوني کړنو بهیر عملي شي.
یاد اقدام د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو، د بې نظمه ګڼه ګوڼې د مخنیوي، د تصویب شویو پلانونو مطابق د پروژو د دقیق تطبیق او په ښار کې د غیرمجازو ودانیزو چارو د پراختیا د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
دغه نظارتي بهیر د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره کېږي.
دغه چارې به په دوامداره او منظم ډول د کاري پلان له مخې ادامه ولري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښار جوړولو قوانین په بشپړه توګه رعایت کېږي او له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی وشي.
