د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په بېلا بېلو ولایتونو کې روانه ده
۱۴۴۷/۹/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنو شویو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټو طرحه، د ځمکو عادلانه وېش، او بنسټیزې اسانتیاوې برابروي، څو یادې کورنۍ وکولای شي په خوندي او منظم چاپېریال کې دایمي مېشتېدنه وکړي.
دغه وزارت ژمن دی چې د اړوندو ادارو په همکارۍ به د استوګنې پروژې لا پراخې او ګړندۍ کړي.
د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو وېش دوام لري.
د یادې لړۍ په ترڅ کې، په زابل ولایت کې (۱۶۸) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په بلخ ولایت کې (۱۰۱) کورنیو ته، او همدارنګه په کندز ولایت کې (۱۴۶) کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د دغې پروسې موخه راستنو شویو هېوادوالو ته د مناسب سرپناه برابرول، دایمي مېشتېدنه یقیني کول او هغوی ته د باعزته ژوند زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې (۶۸۵۲) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي، او دا بهیر په چټکۍ او منظم ډول روان دی.
