د نوي کابل ښار په محدوده کې د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۶
سرطاني کمپلکس

۱۴۴۷/۸/۲۸

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه، چې ټاکل شوې ده د عطا خیریه بنسټ له لوري د نوي کابل ښار په محدوده کې جوړه شي، د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا معینیت د مقرراتو او انجینري طرحو د نظام محترم رئیس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې، چې د تخنیکي کمېټې یو شمېر غړو او د عطا خیریه بنسټ مسؤلینو ګډون کړی و، د یاد طبي کمپلکس د (ټي او ار) او نقشو د طرحې په اړه بحث او نظرونه شریک شول.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا محترم وزارت به د یاد کمپلکس د (ټي او ار) او نقشو د طرحې په تړاو خپلې نظریې له تخنیکي کمېټې سره شریکې کړي، تر څو د ډیزاین تر بشپړېدو وروسته د یادې پروژې موضوع د ویزې په موخه د کور او ښار جوړولو محترم وزارت سره همغږي شي.

همدارنګه، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د یاد طبي کمپلکس د عملي چارو د پیل لپاره به د عطا خیریه بنسټ په نوم یو کاري دفتر جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه روغتون به د نوي کابل ښار په محدوده کې په یوولسو جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې د احاطې چارې یې هم بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت