د کندهار ښار د نهمې ناحیې په مارکیټونو کې د سرغړونو د اصلاح لپاره څارنه او خبرتیا ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
کندهار

۱۴۴۷/۰۸/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې په دوو مارکیټونو کې چې پیکونه یې په عامه پلې‌لارو کې ځای پر ځای شوي وو او پنځه بابه دوکانونه یې د څلور بابه دوکانونو په معیار فعالیت کاوه، د پنځم دوکان مالک له ټاکل شوي اصولو سرغړونه کړې وه، د تخنیکي ټیم لخوا ټول فعالیتونه موقتا بند کړل شول تر څو پیکونه اصلاح او اړوند امر ترلاسه شي.

د یادو سرغړونو په اړه اړوند ښاروالۍ ته هم رسمي مکتوب استول شوی، ترڅو د سرغړونو د اصلاح چارې په منظم ډول ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ټولو ولایتونو کې د ښارونو د ودانیو، عامه تاسیساتو او پروژو د تطبیق څارنه ترسره کوي. د یادو ټیمونو موخه دا ده چې ټولې ودانیزې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، د نقشو او قراردادونو په اساس، په معیاري او دوامداره ډول تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت