په زابل ولایت کې د اجباري کډوالو او راستنېدونکو لپاره د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
زابل

۱۴۴۷/۰۸/۱۱

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د اجباري کډوالو او راستنېدونکو وګړو لپاره د دوهم ښارګوټي د منظور شوي تفصیلي پلان پر بنسټ، د نمرو د ویش لړۍ د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم، د کډوالو چارو آمریت او مل پلاوي په همکارۍ پیل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وویل، چې د یاد ریاست د تخنیکي ټیم او د کډوالو چارو آمریت له لوري د چمتو شوي پلان پر بنسټ کډوالو ته د نمرو د ویش بهیر پیل شوی او ټاکل شوې ده چې دا لړۍ به په لنډ وخت کې بشپړه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نمرو د ویش تخنیکي کمېټې ته لازمې سپارښتنې شوې دي، څو نمرو ته د استحقاق اصل په پام کې نیولو سره او د منظور شوي پلان مطابق مستحقو کډوالو او راستنېدونکو ته نمرې وویشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت