د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
دعوت و ارشاد

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت د مرکزي کارکوونکو او د ځینو ولایتي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د څو ورځو لپاره جوړ شوي وو.

د دې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست محترم رئيس وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عالي فرمانونو د اخلاص او اطاعت په اړه، او همدارنګه د اسلامي نظام د اهمیت، او د خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت سره برابرولو په اړه په تفصیل خبرې وشوې.

دغه ریاست زیاته کړه، چې د څو ورځو په ترڅ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم تدریس شو او د هغه په اړه ارشادي ویناوې وړاندې شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په تېرو یو کال کې د عقایدو، احکامو او اخلاقو په برخه کې ۲۱۳ تعلیمي غونډې ترسره کړې دي، چې پکې د طهارت، لمونځ، زکات، روژه، حج، قرباني، نکاح، د جهاد فضیلت، معاملات او نورو موضوعاتو په برخه کې د دې وزارت کارکوونکو ته زده کړې ورکړل شوې دي.

همدارنګه، د معنوي اړخونو، اخلاقو، د تقوا فضیلت، د الله تعالی د بندګانو خدمت، اتحاد، اتفاق، همغږي، د اسلامي نظام مسؤلیتونه او د امراء اطاعت په اړه د پوهاوي لپاره ۴۸ اصلاحی ویناوې هم ترسره شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست همدارنګه هره ورځ د جماعت له لمانځه وروسته د اسلامي احکامو، عقایدو، اخلاقو او نېک سلوک په اړه جامع خبرې او بیانونه وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت