د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي د بنسټیزو شبکو پلانونه منظور شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۲
میدان وردګ

۱۴۴۷/۸/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري، د کاري پلان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي لپاره د بنسټیزو شبکو جامع پلانونه ترتیب او طرحه شول، یاد پلانونه د نړیوالو معیارونو او تخنیکي کوډونو مطابق ډیزاین شوي او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري منظور او لاسلیک شول.

په توشیح شوو پلانونو کې د سردار داود خان ښارګوټي د اصلاح شوي سړک ‌سازۍ پلان، د فاضلابو د شبکې پلان، د فاضلابو د تصفیې ‌خونې پلان او همدارنګه د شنو ساحو د اوبولګولو پلان شامل دي، چې دغه پلانونه د ښارګوټي د منظم ښاري پراختیا، د عامه روغتیا د ساتنې، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي او د ښاري خدماتو د معیاري کېدو په موخه ترتیب شوي دي.

د یادولو ده چې د ښارګوټي د بنسټیزو شبکو ټول پلانونه د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري چمتو شوي، چې د تطبیق په صورت کې به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د معیاري ښاري ژوند زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د منظمې ښاري پراختیا، معیاري ښارګوټو د رامنځته کولو او د بنسټیزو خدماتو د پیاوړتیا په موخه، د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ښاري زېربناوو د طرحې او ډیزاین چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت