د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اړوند د سړکونو جوړولو پلان منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۲
پکتیا

۱۴۴۷/۷/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اړوند د سړکونو د جوړولو پلان لاسلیک او منظور کړ.
یاد پلان د ښارګوټي د بنسټیزو زیربنایي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترتیب شوی، چې په کې د داخلي او اصلي سړکونو جوړښت، د تګ راتګ اسانتیاوې، او د ښاري اصولو سره سم انجینري ډیزاین شامل دي.
د دې پروژې له تطبیق سره به د ښارګوټي بڼه منظمه شي او د اوسېدونکو ورځنی ژوند به اسانه شي.
محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني تمه لري، چې د یادو سړکونو عملي کېدل به نه یوازې د ښارګوټي د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې کړي، بلکې د اقتصادي فعالیتونو، سوداګرۍ، او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا لپاره به هم زمینه برابره کړي.
نوموړی فکر لري، چې د سړکونو جوړول د ښارګوټي د دوامدار پرمختګ یو مهم ګام دی او د وزارت هڅه دا ده، چې دا ډول پروژې په معیاري، شفاف او پر وخت تطبیق شي.
په دې سره به د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره مناسب او باعزته استوګنیز چاپېریال رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا د مهاجرینو ښارګوټی د ډېر شمېر راستنېدونکو مهاجرو هېوادوالو کوربه دی، او د دغه پلان تطبیق به د ښاري خدمتونو د ښه کېدو ترڅنګ د سیمې پر عمومي پرمختګ هم مثبت اغېز ولري.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت