د نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۷
کابل جدید

۱۴۴۷/۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، د نوي کابل ښار لپاره د نوي جوړ شوي برېښنایي سیستم د معرفي او تشریح غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د یاد وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د همدغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د وزارت اړوندو ریاستونو محترمو رئیسانو، مسؤلینو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت متخصص مسؤلینو او په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، دغه کړنه او ابتکار یې د چارو د مدیریت، روڼتیا، چټکتیا او د اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو په موخه ترسره کړ.

ښاغلي وزیر وویل، په دغه سیستم کې به د نوي کابل ښار اړوند ټولو معاملو، د نمرو ثبت، د چارو سمون او نورو موضوعاتو کې بشپړ ډاډ رامنځته شي.

د نوي سیستم د معرفي په غونډه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت اړوند متخصصینو وویل، یاد سیستم په درې ژبو، پښتو، دري او انګلیسي ترتیب شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت، پراختیا ورکوونکي شرکتونه او عام خلک به ورته اسان لاسرسی ولري.

دوی وویل، د دې سیستم سره به د کور او ښار جوړولو وزارت د پراختیا ورکوونکو شرکتونو او پیرودونکو ترمنځ د هرې معاملې څخه معلومات ترلاسه کوي، د ځمکو مشخصات، اندازه، نښې او کوډونه به معلوم وي او په ټوله کې به هراړخیزه روڼتیا رامنځته شي.

د ملکیت سندونه به سیستم ورکوي، چې له مخې به یې محترم محاکم شرعي قبالې اجراء کوي.

دغه نوی جوړ شوی سیستم په لومړني حالت کې دی او لا یې هم د غني کېدا په موخه بې درېغه هڅې روانې دي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له محترمو متخصصینو د زړه له کومې مننه وکړه، چې په دغه چاره کې یې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره بشپړه همکاري وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت