په کابل ښار کې د استوګنیزو او سوداګریزو پروژو د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په کابل ښار کې د یوې استوګنیزې او سوداګریزې پروژې د پانګونې د غوښتنې د ارزونې په موخه، د رمبو اسکای سوداګریز او ساختماني شرکت له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د یاد شرکت استازو د خپل کاري مخینې، تخنیکي وړتیاوو او مالي ځواک په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې دغه شرکت په تېرو کلونو کې د هېواد دننه او بهر ګڼې پروژې په بریالیتوب سره پلې کړې دي.

د شرکت مسئولینو همداراز ډاډ ورکړ، چې د یادې استوګنیزې  او  سوداګریزې پروژې تخنیکي طرحه او د پانګونې پلان به د کو راو ښار جوړولو وزارت د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست ته وسپاري، تر څو له تخنیکي او اصولي پلوه وڅېړل شي.

د ناستې په دوام کې به د کو راو ښار جوړولو وزارت د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست مسئولینو، د یاد وزارت له لوري د پانګونې لپاره ټاکل شوي معیارونه او اصول تشریح کړل.

هغوی ټینګار وکړ، چې دایمي مالي وړتیا، مناسب تخنیکي ظرفیت او مسلکي بشري ځواک د استوګنیزو او سوداګریزو پروژو د بریالۍ پلي کېدو له بنسټیزو شرطونو څخه ګڼل کېږي.

د کو راو ښار جوړولو وزارت د ښاري پراختیا په برخه کې له معیاري او روڼو پانګونو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د خصوصي سکتور د پانګونې له لارې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د ښاري بنسټونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت