په نیمروز ولایت کې د درې پراختیایي پروژو د کار له بهیره څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۵۸
نیمروز

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو  د محترم رئیس په مشرۍ د یادې ادارې تخنیکي او انجنيري ټیم د زرنج ښار او ولسوالیو کې د درې پراختیایي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي رئیس وویل، د خاشرود ولسوالۍ د قلعه زرقون سیمې د تصفیې لپاره د ځمکو سروې، د زرنج ښاروالۍ په همکارۍ د شپږم او اووم ښاري پلان اړوند ساحوي سروې، او همدارنګه د زرنج ښار د بندرولۍ اړوند د جوماټ پروژو څارنه ترسره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د څارنې پر مهال د پروژو د پرمختګ کچه، ننګونې او ستونزې وڅېړل شوې او د یادو پروژو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو پروژې د قراردادونو او انجنيري معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د کور ښار او جوړولو ریاست هڅه کوي د ولایت ټولې پراختیایي پروژې په دوامداره توګه تر څارنې لاندې ونیسي، څو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د پلان او انجینرۍ د اصولو مطابق پلي کېږي.

د پراختیایي پروژو دوامداره څارنه د کیفیت لوړولو او د چارو د پر وخت بشپړېدو لپاره مهمه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت