د کور او ښار جوړولو وزارت، د څه باندې څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک‌ جوړولو شرکت ته یوه پروژه په قراداد ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۶
سرک کابل بګرام

۱۴۴۷/۷/۲۰

دغه پروژه د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي سړک دی، چې په ټوله کې شاوخوا (43) کیلو مټره اوږدوالی او (100) متره پلنوالی لري.

دا چې هوا مخ پر سړېدو ده، نو د روان کال لپاره یاد سړک د (6.2) کیلو مټره په اوږدوالي او شاوخوا (50) مټره پلنوالي سره په قرارداد ورکړل شوه.

د سړک پاتې برخې به په راتلونکو کلونو کې په قرارداد ورکول کېږي او چارې به یې پرمختګ کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، هوډ څرګند کړی چې یاد سړک او نورې د لومړۍ درجه زیربناء چارې به ګام په ګام پر مخ بیایي او د نوي کابل ښار د ابادۍ چارې به چټکوي.

د کابل – بګرام عمومي سړک د روان کال لپاره د شپږ اعشاریه دوه کیلو مټره په اوږدوالي د اریوب سپین غر سړک جوړولو او ودانیز شرکت ته په ټولیز لګښت 455,853,370 (څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه، اته سوه دري پنځوس زره، درې سوه او اویا) افغانۍ د ارزانه نرخ په عنوان په قرارداد ورکړ.

یاد قرارداد د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د اریوب سپین غر د سړک جوړولو او ودانیز شرکت د مسؤل ترمنځ لاسلیک شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت