په کندهار کې د جنوبي زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۱
کندهار

۱۴۴۷/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د جنوب زون په ولایتونو (کندهار، ارزګان، هلمند، زابل) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ د کندهار ښار کې ترسره او د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس په حضور کې پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د تخنیکي سروې، د غیرپلاني ساحو د پراختیایي پلان جوړولو، د ودانیو ډیزاین، د کارکوونکو ارزونې او د استخدام د پروسې تر عنوان لاندې تنظیم شوی و، چې موخه یې د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول او د کاري مهارتونو پیاوړتیا وه.

دغه ورکشاپ د غیرپلاني ساحو د تنظیم او انکشاف ریاست، د سروې او جي ای ایس ریاست او د مهندسۍ، انجنیرۍ نظام د طرح او مقرراتو ریاست په تخنیکي همکارۍ ترسره شو، چې ګډونوالو ته پکې اړین تخنیکي او مسلکي معلومات وړاندې شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ښاري چارو د معیاري تطبیق په موخه د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت