د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۵۰
سانچارک

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د سرپل ولایت د پراختیایي پروژو د نظارت هیئت د حوادثو د مخنیوي ریاست له رئیس سره یوځای د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې له نږدې وڅېړلې.

د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د دیوال چارې د منظور شوې نقشې مطابق عملي شوي او کار یې تقریبا بشپړ شوی دی او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو دی.

په ځینو برخو کې د جاینتونو ستونزې موجودې وې، چې د اصلاح لپاره یې قراردادي شرکت ته لارښوونې ورکړل شوې. همدارنګه د سیند مسیر د بدلون اړتیا هم په نظر کې نیول شوې، او قراردادي شرکت ته لارښوونې شوې چې پاتې کار بشپړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت