په میدان وردګ ولایت کې د کوتل تخت ښارګوټي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۲
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د میدان وردک ولایت د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې پر بنسټ څرګنده شوه چې په یاد ښارګوټي کې ټولې موجودې ښاري سرغړونې پخوانۍ دي او د څارنې پر مهال کومه نوې سرغړونه تر سترګو نه شوه. همدارنګه هغه ودانیزې چارې چې روانې وې، د تفصیلي پلان مطابق وې او په شنه او عامه کارونې ساحو کې کومه سرغړونه ونه موندل شوه.

دا ډول څارنې د ښاري نظم د ټینګښت او د ناقانونه تاسیساتو د مخنیوي په موخه په بېلابېلو ښارګوټو کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت