لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۹
لغمان

۱۴۴۷/۷/۷

په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو کورنیو لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل کړ او په منظم ډول روان دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، هڅې ګړندۍ کړي او هیلې یې په عمل بدلې کړي چې د منظور شوو ښارګوټو نمرې باید په چټکۍ سره هغو مستحقو کورنیو ته ورکړل شي چې اسناد یې د اړوندو ولایتونو له لوري تایید شوي وي.

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د مهاجرو ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ رسمي پیل شوې او هره ورځ د پر مخ تګ په حال کې ده.

په ورته وخت کې د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس د کلیو او پراختیا رئیس او د اوبو رسونې او فاضلابو آمریت مسؤلینو ته په ښارګوټي کې د اوبو رسونې شته ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د معیاري استوګنځایونو د برابرولو، منظم پلان جوړونې او بنسټیزو خدمتونو د رامنځته کولو په موخه د ولایتي ادارو سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ وړي.

دا بهیر په ټولو ولایتونو کې عملي کېږي او دوام لري، ترڅو د هغو کورنیو لپاره چې په کوردننه مېنه نه لري؛ د مناسب مسکن زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت