د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
4/7/1447
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.
یاده څارنه د نیمروز ولایت د پوهنتون د شپېته متري سړک په مسیر کې ترسره شوه، چې نوموړې پروژه د نیمروز ولایت له لومړیتوب لرونکو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د تخنیکي ارزونې او اړینو څېړنو تر ترسره کېدو وروسته، په رسمي ډول قراردادي ساختماني شرکت ته وسپارل شوه.
د لیدنې پرمهال د قراردادي شرکت د استازو او د پوهنتون د ریاست د مسؤلینو په ګډون همغږیزه ناسته هم ترسره شوه، چې پکې د پروژې د تطبیق پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې وڅېړل شوې او د کار د چټکتیا لپاره عملي حللارې وړاندې شوې.
همدارنګه، قراردادي شرکت مکلف وبلل شو چې یاده پروژه د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د شرایطو او نافذه طرزالعملونو سره سم، د لازم کیفیت په رعایت او ټاکلي وخت کې تطبیق کړي.
