د تالقان ښار د ودانیزو چارو د بهیر او ښاري پلان د تطبیق څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۵۲
تالقان

۱۴۴۷/۷/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس د اړوند ټیم په ملتیا د تالقان ښار د ودانیزو چارو او د تصویب شوي ښاري پلان د تطبیق څارنه وکړه.

د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وویل، یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه چې ښاري پلانونه په سمه توګه عملي شي، د خپل‌ سرو ودانیو مخه ونیول شي او د ودانیزو چارو کیفیت لوړ شي.

د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال له ویزه شوو ودانیو څخه لیدنه وشوه او مسؤلینو ته د انجنیري اصولو د مراعات کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه، د هغو ودانیزو چارو مخه ونیول شوه چې له قانوني اسنادو پرته پیل شوې وې او اړوند کسان د اسنادو د بشپړولو لپاره معرفي شول. د ښاري څارنې بهیر به د تصویب شوو پلانونو له مخې دوام ولري او د سرغړونو په صورت کې به قانوني چلند وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په ښارونو کې د منظمې ښاري پراختیا، د خپل‌ سرو ودانیو د مخنیوي او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره په دوامداره ډول د ودانیزو چارو څارنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت