په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۲۳
سرپل

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو ودانیزو ساحو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه تر څو له خودسرانه ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشي، ودانیزې پروژې د ښاري پلانونو سره سم تطبیق شي او په ښار کې ساختماني نظم تأمین شي.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د څارنې پر مهال ولیدل شول چې په یوه استوګنیزه ساحه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو لپاره د ځمکې هوارول روان وو، په داسې حال کې چې یاده ساحه د ښاري بهسازۍ له مخې استوګنیزه بلل کېږي، چې د دې کار لپاره لازم اسناد لا بشپړ شوي نه وو، له همدې امله اړوند مالک ته هدایت ورکړل شو چې تر قانوني مراحلو له بشپړېدو مخکې له ساختماني چارو ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین ډاډ ورکوي چې د ښاري نظم، د پلانونو د تطبیق او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه به خپلې څارنې لا هم دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت