د سمنګان ولایت د مقام د سړک د جوړولو پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۸
سمنګان

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د سمنګان ولایت د مقام د سړک د اعمار پروژه د چارو د چټک پرمختګ په حال کې ده او تر دې مهاله شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړه شوې ده.

یاده پروژه د سمنګان ولایت د محترمې ښاروالۍ له ‌خوا تطبیقېږي، د کور او ښار جوړولو ریاست یې تخنیکي نظارت او مراقبت کوي چې دا سړک د سمنګان ولایت د مقام په ساحه کې موقعیت لري او د ښاري ترانسپورتي اسانتیاوو د ښه ‌والي په موخه جوړېږي.

ښاغلي رئیس وویل، د پروژې چارې تر اوسه په منظم ډول روانې دي او هڅه کېږي چې پاتې کارونه هم د نقشې، تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهال‌وېش مطابق بشپړ شي.

د سمنګان ولایت د مقام د سړک د اعمار پروژه د ښار د مهمو زیربنایي پروژو څخه ده، چې موخه یې د ښاري تګ راتګ اسانتیا، د ادارو ترمنځ د لارې معیاري کول او د خلکو لپاره د خوندي ترانسپورتي چاپېریال رامنځته کول دي، د کور او ښار جوړولو ریاست د دې پروژې دوامداره تخنیکي څارنه کوي، تر څو چارې په اصولي، معیاري او دوامدار ډول سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت