په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
هرات

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه او د روانو رغنیزو پروژو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي رئیس وویل، یاده څارنه د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ، پشتون زرغون ولسوالۍ او د هرات ښار د دوهمې ناحیې په ساحو کې ترسره شوه. چې د زیارت کنج جهان، عیدګاه مسجد، د سلطان زید زیارت او همدارنګه د هرات جامع مسجد شریف اړوند پروژې و ارزولې.

د څارنې پر مهال د ګذره ولسوالۍ د سیوشان کلي زیارت کنج جهان د زیانونو ارزونه وشوه، چې د ځایي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۰۷۰ کلن تاریخ لري.

په دې ابدې کې د ځمکې لاندې حوض، د چت او دیوالونو تخریب شوې پلاسترکارۍ، د داخلي دروازې ګچ ‌کاري، د باران د اوبو د نفوذ له امله د ایوان د رنګ او کتیبو زیانونه، او د تېرو جګړو نښې ثبت شوې.

همدارنګه د پشتون زرغون ولسوالۍ د سلطان زید کلي د عیدګاه مسجد او د سلطان زید زیارت وضعیت و ارزول شو، چې پکې د خټو او ګچ‌کارۍ تخریب، د خلکو لخوا محلي ترمیمات، د چتونو ایزوګام، او د بیا رغونې اړتیاوې تشخیص شوې.

د څارنې په دوام، د هرات جامع مسجد ديلې لارو د تیږو د لګولو پروژه وارزول شوه، چې د کار ډېره برخه بشپړه شوې او د نهال‌کینولو، چمن‌کارۍ او کاشي‌ کارۍ چارې نږدې بشپړې شوې دي.

هرات ولایت د افغانستان له مهمو تاریخي او فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې لسګونه تاریخي آبدې پکې شتون لري. د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست د دې آثارو د خوندیتوب، مرمت او ساتنې په موخه په دوامداره ډول تخنیکي څارنه، د زیانونو پېژندنه او د ترمیم پروژې پر مخ وړي، تر څو تاریخي میراثونه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت