کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۶/۲۶
د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار جوړولو وزارت او د هېواد په کچه ټولو ښاروالیو خپل جوړ کړي پلانونو له بېلا بېلو لارو د عامه پوهاوي په موخه له ولس سره شریک کړل او دغه چاره لا دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت تل له هېوادوالو غوښتي چې د غیر پلاني انکشافي چارو له ترسره کولو ډډه وکړي، خو بیا هم په ځینو برخو کې د غیر پلاني ودې او پراختیا چارې تر سترګو کېږي.
په همدې موخه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست پراخه هڅې پیل کړي چې د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وکړي او د ښاري بې نظمیو مخه ډپ کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
یاده څارنه د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلا بېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کارته مأمورینو او کوټهسنګي په ساحو کې ترسره شوه.
په دغه څارنه کې د پروژو په ځینو برخو کې د نافذه قوانینو او منظور شوو ښاري پلانونو څخه د احتمالي سرغړونو نښې ولیدل شوې چې مخنیوی یې وشو او د اسنادو تر وروستۍ ارزونې پورې په لنډمهالې توګه یې چارې وځندول شوې.
په ورته وخت کې د ټولو پروژو له مالکینو غوښتنه وشوه چې خپل رسمي اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو تر دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت وروسته، د هر ډول سرغړونې د تثبیت په صورت کې لازم قانوني اقدامات تر سره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، دا اقدام د ښاري نظم د ټینګښت، ښاري سمون او په راتلونکي کې د احتمالي ستونزو د مخنیوي په موخه ترسره کوي او د ښاري سرغړونو د رسېدګۍ ریاست ژمن دی چې خپلې دوامدارې او هدفمندې څارنې به د ښار په ټولو برخو کې جاري ساتي او د هر ډول سرغړونو مخنیوی به کوي.
