په نوي کابل ښار کې د ودانیزو چارو د پیل لپاره تابیا ونیول شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۸
کابل جدید

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په نوي کابل ښار کې د ودانیزو چارو د پیل او د پلانونو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، لازمه ده چې پراختیا ورکوونکي شرکتونه خپل تفصیلي پلانونه د ماسټر پلان او ودانیز پلان سره سم برابر کړي، ترڅو یې چارې په مطابقت کې پر مخ لاړې شي.

نوموړي اړوندو شرکتونو ته دنده وسپارله چې د فرعي سړکونو د پیل لپاره خپله هراړخیزه تابیا ونیسي او په زیربنایي چارو دې یې لاس پورې کړي.

ټاکل شوې چې په نږدې وخت کې د کابل – بګرام عمومي سړک د پخولو چارې پیل شي او ترڅنګ یې شرکتونو د فرعي سړکونو په جوړولو بوخت شي.

محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، له شرکتونو وغوښتل چې جوړ شوي تفصیلي پلانونه د ویزه کولو لپاره وزارت ته واستوي، ترڅو یې تخنیکي ټیمونه و ارزوي او د تخنیکي ټیم تر تائید وروسته ویزه شي.

په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو محترمو مسؤلینو ومنله چې پلانونه به د ویزې لپاره را استوي او په ټوله کې به چارې د پلان مطابق په لنډ وخت کې پیلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت