له کډوالۍ تر خپل کورۍ: کندز کې سلګونو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۴۲
کندز

۱۴۴۷/۶/۲۰

په کندز ولایت کې هغو کورنیو ته چې له مهاجرت راستانه شوي او له کلونو انتظار او ستونزو وروسته د خپل دایمي استوګن ځای غوښتونکي دي، ښه ورځ را رسېدلې ده.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو کورنیو د استوګن لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل کړی او دوام لري.

د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ټینګار کوي چې د منظور شوو ښارګوټو د نمرو وېش باید په چټکۍ سره هغو کورنیو ته ورسېږي چې اسناد یې له اړوندو ولایتونو تایید شوي وي، څو د هغوی د اوږد انتظار سلسله پای ته ورسېږي.

د کندز د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، د مهاجرو په ښارګوټي کې یې د ځمکو د وېش پروسه رسماً پیل کړې او هره ورځ پر مخ ځي.

تر اوسه نږدې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د ۵ بسوې، ۱۰ بسوې او ۱۵ بسوې په کچه نمرې وېشل شوي، چې د کورنیو شمېر له پنځو څخه تر پنځلسو غړو پورې رسېږي.

دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت یوازې د ځمکو په وېش بسنه نه کوي، بلکې د ښارګوټو د بنسټیزو خدمتونو د جوړولو چارې هم خپله پر مخ وړي.

په دې لړ کې د سړکونو او کوڅو جوړول، د څښاک اوبو برابرول، د جوماتونو جوړول، او نورې ضروري اسانتیاوې شاملې دي چې په پړاوونو کې عملي کېږي.

دا بهیر د هغو سلګونو کورنیو لپاره د نوې هیلې څرک دی چې غواړي په خپل وطن کې له سره خپل ژوند جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت