په اجرستان او مالستان ولسوالیو کې د اوبو د تنظیم ۱۳ پروژې بشپړې شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۳۵
غزنی

 

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست او اړونده ادارو د تخنیکي ټیم له ‌خوا په اجرستان او مالستان ولسوالیو کې د کانالونو، سربندونو، استنادي او ګبیوني دیوالونو اړوند ۱۳ پروژې وڅارلې.

ښاغلي مولوي متقي وویل، یادې پروژې د پین همکاری موسسې په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي او ټولې ودانیزې چارې یې تر بشپړېدو وروسته رسماً د ګټې اخیستنې لپاره سپارل شوې دي.

د نوموړي په خبره، دا پروژې د اوبو د تنظیم، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، او د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اغېزه لري. همدارنګه، تمه کېږي چې د سیمه ‌ییزو کروندګرو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ولایتونو په کچه د اوبو د مدیریت او د کرنیزو پروژو د ودې لپاره د کانالونو، استنادي دیوالونو او ګبیوني جوړښتونو د ودانیزو چارو څارنه کوي، څو د اقلیم د ناوړو اغېزو مخنیوی وشي او د خلکو ژوند او کرنیز فعالیتونه خوندي وساتل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت