په جوزجان ولایت کې د ښاروالۍ د مېلمستون د ودانۍ له ودانیزې چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۲۲
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د ښاروالۍ د مېلمستون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د بنسټونو قالب بندي او د کانکریټ اچونې چارې په منظم ډول روانې دي. همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې ټول کارونه د تخنیکي نقشي، کاري احجامو، تدارکاتي شرطنامې او انجنیري معیارونو له مخې ترسره کړي.
د جوزجان ولایت د ښاروالۍ د مېلمستون پروژه د ولایت د اداري ودانیو د معیاري کولو په موخه پلې کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د دولتي او رسمي مېلمنو د استوګنې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
