په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
ولایت هرات

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیري اکبري وویل، د مسجد د دیوالونو د سنګ ‌کارۍ چارې د نقشی او تخنیکي مشخصاتو مطابق پر مخ روانې دي او د لوړ کیفیت لرونکي ډبرې په کار اچول شوې دي. همدارنګه، تحنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤل ته د ملات (سمنت او شږې) د ترکیب د پیاوړتیا لپاره لازم هدایتونه ورکړل، څو د ودانۍ مقاومت او دوام لوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني، عامه او ټولنیزو تاسیساتو د معیاري جوړولو او ترمیم چارې پرمخ وړي، څو ټولې پروژې د تخنیکي معیارونو مطابق او د دوامدارې ودې په موخه بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د نوې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

1447/07/25

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د نظارت او مراقبت د انجینري ټیم له لوري، د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي جوړیدونکي تعمیر څخه ساحوي نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۳
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت