په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
غزنی

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د سایبان د پايې جوړښت د قرارداد له تخنیکي مشخصاتو سره سم نه دی درول شوی. له همدې امله، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې یادې پایې ونړوي او د قرارداد او نقشې له مخې یې بېرته په سمه توګه جوړې کړي.

مولوي نور ولي بلال متقي ټینګار وکړ چې د پروژې ټولې چارې باید د انجینري اصولو، نقشې او د قرارداد د شرایطو مطابق ترسره شي، تر څو د کار کیفیت او ساختماني خوندیتوب یقیني شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني پروژو د کیفیت او خوندیتوب د تضمین لپاره د دوامداره تخنیکي څارنې او نظارت پروګرامونه عملي کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت