د راتلونکو پنځه کالونو لپاره د پروژو پر پلان او تطبیق خبرې وشوې
۱۴۴۷/۵/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ او دغه راز د یاد وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر او نورو اړوندو رئیسانو او امرینو په ګډون ناسته وشوه.
په د غه ناسته کې د اقتصاد محترم وزارت د غوښتنې پر اساس د راتلونکو پنځه کالونو لپاره د ښاري منظمې پراختیا لپاره پر برنامو او پروژو خبرې وشوې.
لومړی د پلان او پالیسۍ محترم ریاست، د ښارونو او کلیو پراختیا اړوند برنامو برخه کې د اقتصاد محترم وزارت هغه لارښود تشریح کړ، چې په ترکیب یې د کور او ښار جوړولو وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت او د کابل ښاروالۍ محترم ریاست شامل دي.
د لومړنیو هڅو په درشل کې، د کور او ښار جوړولو وزارت په هغه (۱۶) شپاړس پروژو خبرې وشوې، چې تمه ده د راتلونکو پنځه کالونو په ترڅ کې اړتیا او امکاناتو ته په کتو منظورې، تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غونډې ګډونوالو هر یو د یادو پروژو په اړه خپل دلایل او نظریات وړاندې کړل او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه یې لازم وړاندیزونه وکړل.
ښاري پلان جوړونه، مسکن او د مسکن چارې، ښاري تخلفاتو ته رسېدنه، ودانیزې چارې، د غیر پلاني ساحو بهسازي، د پخوانيو ښارونو او د تاریخي ابدو ترمیم او خوندیتوب، د مهاجرینو دایمي مېشتېدنې او نورې برخې هغه موارد وو، چې په کې پر بېلا بېلو پروژو خبرې وشوې.
تمه ده چې راتلونکې ناسته کې به د دغه پروژو ارقام لوړ شي، چې تر هراړخیزې کتنې او بحث وروسته به له اړوند وزارت سره شریک شي.
دواړو مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زیرن صابر، د پروژو د لا ښه پلان، اغېزمنتیا، منظورۍ او تطبیق په موخه اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وکړې او غوښتنه یې وکړه، چې پروژې دې د ولس اړتیاوو او اسانتیاوو ته په کتو طرحه شي.
