د سرپل ولایت د مرافعه محکمې اړوند له یوې پرژوې څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۰
سرپل

۱۴۴۷/۵/۷

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مرافع محکمې په داخل کې د پلي لارو د جوړولو او د خونو رنګولو له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي نوراني وایي، دغه څارنه یې په یاد ولایت کې د مرافعه محکمې په رسمي غوښتنه ترسره کړه، ترڅو په چارو کې اصول او معیار خوندي اوسي.

نوموړی وایي، د څار پر مهال معلومه شوه چې د کانکرېټ اچولو لپاره یې خط اچونه په سمه توګه نه ترسره شوې.

هغه زیاتوي، اړوند ټیم یې د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو چارې اصولي پر مخ یوسي او ترسره شوې چارې اصلاح کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو د کیفیت او معیار خوندیتوب ترڅنګ د ښآري نظم او دسپلین ساتنه هم کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د هغه په مشرۍ د رباط سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې د روانو ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د سړک‌ جوړولو چاري پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د‌ جوړولو او خدماتو برخې چارې پیل شوې.

ښاغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

په غزني کې د مهاجرينو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرينو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل کړې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت