په فاریاب ولایت کې د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۱:۱۶
فاریاب ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د میمنې ښاروالۍ اړوند د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ د جوړولو له بهیر څخه څارنه ترسره کړې ده.

مولوي خال میرزا ذوالفقار، چې له خپل تخنیکي ټیم سره یو ځای یې د پروژې ساحه وکتله، وویل چې د مارکېټ د جوړولو چارې د انجینري نقشې او تخنیکي معیارونو پر بنسټ په چټکۍ روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د پروژې نږدې ۹۷ سلنه کار بشپړ شوی او قراردادي شرکت ته لازمي سپارښتنې ورکړل شوې دي څو پاتې چارې د نقشې، نورم او انجینري معیارونو سره سم بشپړې کړي.

یاده پروژه د میمنې ښاروالۍ له‌خوا د فاریاب ولایت په مرکز کې د یو عصري پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ په توګه عملي کېږي.

د دې مارکېټ جوړېدل به د ښار د سوداګریزو فعالیتونو د ودې، د ښاریانو د اسانتیاوو د زیاتېدو او د ښاري پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت